په فراه کې د ۱.۵ کیلومتره سړک د جوړېدو چارې و څارل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۳:۲۶
.

۱۴۴۷/۰۷/۱۸

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له خوا د ښار په نواحیو کې د ۱.۵ کیلومتره سړک د جوړېدو چارې وڅارل شوې.

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وویل، د نعمان ابن ثابت سړک د آسفالت د پوښښ لایې د هموارولو چارې د مشخصاتو سره سم پرمخ ځي.

هغه زیاته کړه چې قراردادي شرکت ته سپارښتنه شوې څو د اسفالت لایه د پیور ماشین په واسطه تطبیق کړي او د نقشې مطابق یې پلنوالی په پام کې ونیسي.

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښارونو د معیاري انکشاف لپاره د سړکونو، پلونو او نورو بنسټیزو پروژو څارنه پر مخ وړي، تر څو کارونه په دوامداره، اصولي او معیاري ډول ترسره شي. د نعمان ابن ثابت سړک پروژه د دغو هڅو یوه بېلګه ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت