په غور کې څه باندې ۱۴۰ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت او سروې شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۳ - ۹:۳۰
غور

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې  د دولتي ځمکو  بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال  د غور ولایت اړوندو سېمو په ۱۶۰ قطعو کې ۱۴۲۱۹۵ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۱۳۸۳۷۳ جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې ۳۸۲۲ جریبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بیلابیلو ولسوالیو کې ثبت او سروې شوي دي.

ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۴۳۸ زره او ۳۴۹ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې چې ۶۶۵۱ قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۹:۵۴
Background image

په میدان وردګ کې د سردار محمد داود خان او توسعوي ښارګوټو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۳/۲۵

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف‌العمر وایي چې د یاد ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سردار محمد داود خان ښارګوټي او توسعوي ښارګوټي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۸:۵۸
Background image

په فراه کې د جنوبي کانال د دوو پلونو د جوړېدو چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۰۳/۲۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال وایي چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د فراه پر جنوبي کانال د دوو پلونو د جوړولو پروژې څارنه وکړه.

ښاغ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۸:۴۳
Background image

په بلخ کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌اندازۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۷/۰۳/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې اوجي ‌اي ‌اېس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په. . .

BACK TO NEWS