په غور کې د يو لومړني ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غور ولايت په مرکز فيروزکوه ښار کې د سفيد ديوار ابتدائیه ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو چارې بشپړې کړې او ګټې اخېستنې ته يې وسپارله.
د ښوونځي دا ودانۍ په ۸۶۵ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د پوهنې وزارت له پراختيايي بوديجې څخه په ۲۶ ميلیونه ۴۲۶ زره افغانيو ورغول شوه.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پېش ساخت قطعاتو د توليد فابريکې له عصري ټکنالوژۍ څخه په استفادې په روان کال کې تر اوسه د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د ۷۵ ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړي دي او دا لړۍ لا هم دوام لري.