په غزنی ولایت کې ۱۷۲۶۷۰ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۲/۳۰ - ۱۰:۳۱
غزنی

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو ثبت په دوام کې، په غزنی ولایت کې ۱۷۲۶۷۰ جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت کړې ده.

دغه اندازه ځمکه په ۸۱ قطعو کې چې ۱۷۱۱۳۲ جریبه یې دولتي سپینې ځمکې او ۱۵۳۸ جریبه نور یې د دولتي ادارو تر استفادې لاندې دي، ثبت شوي.

په دې سره، د ولایت په کچه د دولتي ځمکو کره شمېره به ترلاسه شي او د دولتي غصب شویو ځمکو د استرداد سربېره په ښاري او کلیوالي کچه د حکومت ټول ګټو پروژو ښه تطبیق ته به اړین فرصتونه چمتو شي.

په تېر یو کال کې، څه د پاسه ۵،۵ میلیونه جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوې او د ثبت شویو ځمکو څخه د حکومت د پروژه د تطبیق لپاره ګټه اخېستنه پیل شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۵:۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د ۹۲ صحي مراکزو د ملکیت تثبیت چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۰۸/۰۹

د میدان وردګ ولایت د عامې روغتیا ریاست او د ولایت د محترم مقام په همغږۍ او د کور او ښار جوړولو ریاست د استازي په ګډون، د یو ګډ تخنیکي پلاوي له لوري په ۸ ولسوالیو او مرکز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۱:۲۱
Background image

په خوست کې د معتادینو د نوي روغتیايي مرکز د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۸/۰۹

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجنیرۍ ټیم له لوري د عامې روغتیا ریاست اړوند د معتادینو د نوي اعمارېدونکي مرکز د ودانیزې پروژې څخه څارنه ترسره شوه. یاد مرکز د اتیا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۹:۳۷
Background image

په سرپل ښار کې د سړک جوړونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۸/۰۹

د سرپل ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د حاجي ګدای بای د مسجد شریف تر څنګ د ۳۰ متره سړک د جغل او کانکریټ اچونې له چارو څارنه وکړه.

د راپور له مخې، د ویالو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت