په غزني کې له ۱۰۰۰۰ جريبو زيات څړځايونه ثبت شول
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په ټول هېواد کې د څړځايونو د سروې، ثبت او نښه کولو لړۍ په دوام دا ځل په غزني ولايت کې ۱۰۴۳۳ جريبه د څړځايونو ځمکه سروې او ثبت کړې ده.
دا ځمکه په ۱۲ قطعو کې د ياد ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې سروې او ثبت شوې ده.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د څړځايونو د سروې او ثبت لړۍ له پيل راهېسې تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې ۷۹۳۶۶۹ جريبه د څړځايونو ځمکه سروې او ثبت کړې ده.