په غزني ولایت کې د مسجد شریف د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۰:۳۲
غزني

۱۴۴۷/۱۲/۲۳

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د اندړو ولسوالۍ د مسجد شریف د روانو ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه او لیدنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال د پروژې د پرمختګ، د کار د کیفیت او د انجینري معیارونو د تطبیق وضعیت له نږدې وڅارل شو او د چارو عمومي بهیر وارزول شو.

دا مهال د یادې پروژې په ساحه کې د ودانیزو کارونو بېلابېلې برخې روانې دي، چې پکې د جنوبي منار د څلورم منزل د کاشي ‌کارۍ چارې، د سطحې اوبو د انتقال په موخه د جویچو د کیندنې کارونه، او د ترسره شویو کانکریټي برخو د کیفیت د ساتنې په موخه د اوبو ورکولو (کیورینګ) چارې شاملې دي.

د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د پروژې د کیفیت د ښه والي او معیاري تطبیق په موخه اړوند مسؤلینو ته لازمې تخنیکي سپارښتنې وړاندې کړې، ترڅو ټولې چارې د منظور شوو نقشو او انجینري معیارونو سره سم پرمخ یووړل شي.

د یادونې وړ ده چې د مسجد شریف د ودانیزې پروژې چارې د ولایت په کچه له مهمو پروژو څخه شمېرل کېږي، چې د بشپړېدو په صورت کې به د سیمې د دیني او ټولنیزو اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۰:۳۷
Background image

د زابل ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست لپاره د دوه پوړیزې اداري ودانۍ نقشه ډیزاین شوه

۱۴۴۸/۱/۱‍

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د خپلو تخنیکي او مسلکي فعالیتونو په لړ کې، د زابل ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست لپاره د یوې دوه پوړیزې اداري ودانۍ نقشه ترتیب او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۴۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د عیدګاه جامع جومات د رغنیزې پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۱

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د عیدګاه جامع جومات د رغنیزې پروژې له روانو چارو څخه څارنه او ارزونه ترسره کړه.

د ترسره شوې څارنې پر مهال څرګنده شوه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د دوکانونو د ودانیزې پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي انجنیرانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د دوکانونو د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه څارنه او ارزونه ترسره کړه.

د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت