په شبرغان کې د قالین اوبدونکو د مارکېټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۰۲/۲۷
د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا عبدالله فیضان وایي، د دې ریاست اړوند انجنیرۍ ټیم د شبرغان ښاروالۍ اړوند د قالینبافانو د مارکېټ د اعمار له روانو چارو څخه څارنه ترسره کړه.
ښاغلي ملا فیضان وویل، د څارنې پر مهال د ودانۍ د درېیم پوړ په شمالي برخه کې د کانکریټ اچولو کار وکتل شو او د پروژې د کیفیت څارنه ترسره شوه.
د نوموړي په خبره، همدارنګه، انجنیرانو د پروژې مسئولینو ته لازمې لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د یادې ودانۍ چارې باید په چټکۍ او د اساسي معیارونو له مخې پرمخ ولاړې شي.
د یادولو ده، د قالینبافانو د مارکېټ پروژه د شبرغان ښار د اقتصادي ودې او د سیمه ییزو کسبګرو د ملاتړ لپاره یو مهم بنسټیز اقدام بلل کېږي.
