په سیداباد ولسوالۍ کې د مسجد شریف ودانیزې چارې وڅارل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۱:۵۵
میدان وردګ

۱۴۴۷/۰۶/۰۶

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي چې د دې ریاست تخنیکي ټیم د سیداباد ولسوالۍ د مسجد شریف له ودانیوز چارو څارنه تر سره کړه.

ښاغلي مولوي سیف العمر وویل، د ښځینه مسجد د فرش ایزوګام بشپړ شوی او د برېښنا پایپونو چارې روانې دي، همدارنګه د نارینه مسجد د تشنابونو ایزوګام پای ته رسېدلی، د کړکیو او دروازو PVC چوکاټونه نصب شوي دي، د ګنبد ایزوګام بشپړه شوې او د ټولو چتونو له پاسه ایزوګام هم تکمیل شوی دی.

د نوموړي په خبره، د ملا امام د خونې  د کړکیو د بهرني پلستر کار روان دی، د احاطوي دیوال فلزي پنجرې جوړېږي، د دیوال پایو خښت‌کاري بشپړه شوې او د ښځینه تشنابونو ایزوګام او PVC چوکاټونه هم نصب شوي دي، د اوبو ‌رسونې او کانالیزاسیون کارونه ټول بشپړ شوي، او د سیپتیک څاه کیندنه هم ترسره شوې ده.

په سیداباد ولسوالۍ کې د مسجد رغونه د سیمې د دیني اړتیاوو د پوره کولو یوه مهمه پروژه ده.

د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د دې پروژې پر ټولو برخو په دوامداره توګه څارنه کوي، څو کارونه د انجینري معیارونو مطابق پر وخت او په لوړ کیفیت ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد او د کاري حجمونو لېست ترتیب شو

 

۱۲/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سنجش او براورد ریاست له لوري، د تېر یوه کال په موده کې د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد ترسره او د هغو د کاري حجمونو لېستونه ترتیب شوي دي.

یادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۷
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند په بېلابېلو ساحو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۸
Background image

د مزارشریف په درې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د مزارشریف ښار په لومړۍ، څلورمې او پنځمې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د سم تطبیق په موخه ساحوي څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت