په سرپل ولایت کې د ښاري سرغړونو مخنیوی ترسره شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۱۳
سرپل

۱۴۴۷/۰۶/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې پر اساس، د سرپل ولایت د ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د لومړۍ ناحیې د ودانیزو چارو د قانوني وضعیت ارزونه ترسره کړه.

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا محمد نور نوراني وایي چې د یادې کتنې هدف د ښاري نظم ساتنه، د ساختماني قوانینو تطبیق او د غیرقانوني جوړښتونو مخنیوی و.

د نوموړي په خبره، د څارنې په پایله کې په راسته حلبي ‌سازۍ کې څو دوکانونه چې د ښار د پلان خلاف یې کار روان و، سمدستي ودرول شول او موضوع د سرپل له ښاروالۍ سره شریکه شوه.

 همدارنګه یو شمېر نور دوکانونه چې د ویزې له قانوني نقشې پرته یې اعمار روان و، متوقف شول او مالکانو ته د ویزې د بشپړولو هدایت ورکړل شو.

په ورته وخت کې د چمن په کوڅه کې یو استوګنیز تعمیر هم پرته له ویزې په جوړېدو و چې کار یې درول شوی او مالک یې د قانوني اسنادو تر بشپړېدو پورې له هر ډول فعالیت منع شو.

د کور او ښار جوړولو وزارت په ټولو ولایتونو کې د ښاري نظم د ټینګښت او د غیرقانوني جوړښتونو د مخنیوي لپاره دوامدار څار او نظارتي پروګرامونه پلي کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱۷
Background image

د کابل ښار د اوولسمې ناحیې د خیرخانې کوتل سر په سیمه کې د شنو ساحاتو او ښاري سرغړونو له وضعیت څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د منظم او دوامداره نظارتي برنامو په لړ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۲۳
Background image

د ښاري پلانونو د چمتو کولو په اړه د کور او ښار جوړولو وزارت او د ښاروالیو د انسجام لوی ریاست ګډه ناسته ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۱۵

د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر بنسټ، د ښاري پلانونو د چمتو کولو په موخه د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۳۲
Background image

راستنو شویو مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د وېش کچه تر ۵۵ زره پورته شوه

۱۴۴۸/۱/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمیټې له لوري په یوویشت ولایتونو کې راستنو شویو مهاجرینو کورنیو ته د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر د وزارت د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت