په سرپل ولايت کې ۴۰۰۰ جريبه دولتي ځمکه استرداد شوه
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د استرداد په دوام په سرپل ولايت کې ۴۰۰۰ جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړې ده.
دا ټوټه ځمکه د سرپل ولايت د ګوسفندي ولسوالۍ په قزل قدول قريه کې موقعيت لري او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په زيار ترې د موثرې او معقولې استفادې لپاره زمينه برابره شوه.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په ټول هېواد کې تر اوسه ۵۰۰ زره جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړې او د موثرې استفادې لپاره يې چمتو کړې ده.