په دایکنډي کې څه باندې ۱۳۴ زره جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه
ښار جوړواو ځمکووزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د دایکنډي ولایت اړوندو سيمو په ۲۸۴ قطعو کې ۱۳۴۴۸۸جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.
له دې شمېرې څخه ۱۳۲۶۸۰جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې ۱۸۰۸ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د وروستیو درېو کلونو په لړ کې نږدې ۶.۵ مېلیونه دولتي ځمکه او د دولت تر ولکې لاندې عامه ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.