په دايکنډي ولايت کې له ۳۰ جريبو څخه زياته ځمکه استرداد شوه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۲ - ۱۰:۲۵
دايکنډي

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غصب شويو دولتي ځمکو د استرداد په دوام دا ځل په دايکنډي ولايت کې ۳۵ جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړه.

دا ټوټه ځمکه د دايکنډي ولايت د ميرامور ولسوالۍ په فولاد قريه کې له څو کلونو راهيسې د ځايي زورواکانو تر شخصي استفادې لاندې وه، خو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په زيار ترې معقولې او موثرې استفادې لپاره زمينه برابره شوه.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه په ټول هېواد کې ۵۰۰ زره جريبه دولتي ځمکه له غاصبينو خلاصه کړې چې له دې ډلې څخه ۶۹ جريبه يې په دايکنډي ولايت کې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۵۳
Background image

د کابل ښار په جنگلک سیمه کې د استوګنیزو کورونو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۲

د ودانیزو او بنسټیزو پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیم د دوامدارې څارنې په لړ کې، د کابل ښار د جنگلک په سیمه کې د استوګنیزو حویلیو د جوړولو له پروژې څخه لیدنه وکړه.

د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۳۸
Background image

په بلخ ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو د څاه د کیندلو چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۰۷/۲۲

په بلخ ولایت کې د مهاجرینو په ښارګوټي کې د پاکو اوبو د تأمین په موخه د اوبو د څاه د کیندلو چارې په بریالیتوب سره بشپړې او د ګټې اخیستنې لپاره وسپارل شوې.

د دې پروژې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۰:۵۸
Background image

په نیمروز ولایت کې د درې پراختیایي پروژو د کار له بهیره څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۲

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو  د محترم رئیس په مشرۍ د یادې ادارې تخنیکي او انجنيري ټیم د زرنج ښار او ولسوالیو کې د درې پراختیایي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت