په جوزجان ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۱:۷
جوزجان

۱۴۴۷/۰۱/۱۰

جوزجان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوي عبدالله فیضان وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د یو باب مسجد شریف د جوړولو له چارو څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي فیضان وایي، په دې لیدنه کې، د یادې دیني پروژې د عملي کارونو کیفیت، د نقشې تطبیق، او تخنیکي تطبیق څخه څارنه وشوه.

نوموړی وایي، اړوند قراردادي ودانیز شرکت ته یې جدي سپارښتنه وکړه، چې ټولې چارې باید د منظور شوې نقشې، براورد شوو احجامو، تدارکاتي شرطپاڼې او د انجنیرۍ نورمونو له مخې تطبیق شي.

همداراز، د ښار جوړولو ریاست له لورې یو شمېر مهمې تخنیکي مشورې او نظریات د کار د لا ښه والي، مؤثریت او دیني ارزښت ته په کتو ورکړل شول، تر څو پروژه له هر اړخه معیاري، خوندي او د ټولنې د اړتیا وړ وي.

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست وایي، تل ودانیزو پروژو ته جدي پاملرنه کوي او د کیفیتي څار له لارې د ټولنیزو خدمتونو د ښه والي لپاره هڅې کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

په هرات کې د تاریخي ابداتو د زیانونو پېژندنه او د رغنیزو پروژو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د تاریخي ابداتو د ساتنې ریاست د محترم رئیس په وینا، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د هرات ولایت په یو شمېر سیمو کې د تاریخي آبداتو د زیانونو پېژندنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۲۰
Background image

کابل ښار کې له یو شمېر ودانیزو پروژو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۶/۲۶

د منظمې ښاري ودې او پراختیا او د غیر پلاني انکشاف څخه د مخنیوي په موخه په دې وروستیو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله شلمه ګڼه فرمان صادر شو، چې له مخې یې د کور او ښار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۳:۵۴
Background image

د مسکن مرستیال د کابل د پیروزي ښارګوټي د استوګنیزې پروژې څخه لیدنه وکړه

۱۴۴۷/۶/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال  الحاج مولوي ګل زرین صابر د کور او ښآر جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت