په تورغنډۍ ښارګوټي کې د ماشومانو روغتون د جوړولو له چارو څارنه ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۰:۵۶
هرات

۱۴۴۷/۹/۱۹

هرات ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست د تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري، د دغه ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ اړوند تورغنډۍ ښارګوټي کې د ماشومانو روغتون د جوړولو چارې و ارزول شوې.

دغه چاره د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د انکشافي پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ ترسره شوه.

د یادې پروژې له چارو د څار په موخه، د هرات ولایت د محترم مقام د حکم له مخې، د ولایت محترم مقام، د دغه ولایت د عامې روغتیا محترم ریاست او د کور او ښار جوړولو محترم ریاست استازو په ګډون یو ګډ پلاوی ټاکل شوی و.

دغه څارنه د هرات ولایت د عامې روغتیا محترم ریاست د وړاندیز پر بنسټ ترسره شوه، چې چارې یې د یو ګډ پلاوي له لوري په دوامدار ډول څارل کېدې.

د تورغنډۍ ښارګوټي کې د ماشومانو دغه روغتون به د سیمې اوسېدونکو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو زمینه برابره کړي او د ماشومانو د درملنې په برخه کې به مهم رول ولوبوي، چې اوسمهال یې چارې په بشپړ ډول پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۵
Background image

په لغمان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د کاپرګلۍ په سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو رسولو د لمریزې شبکې له چارو څخه د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۶
Background image

په کابل ښار کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د اته ‌متره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۳
Background image

په جوزجان کې د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي ښاري پلان د ترتیب لپاره د یادې ولسوالۍ د ساحې توپوګرافي سروې پیل کړې ده.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت