په تالقان ښار کې د غیرقانوني ودانیو د ودانیزو چارو مخنیوی وشو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۹:۴۹
تالقان

۱۴۴۷/۰۶/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د لارښوونې پر اساس د تخار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د تالقان ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ودانیزو چارو نظارت ترسره کړ.

د تخار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجینر محمد حنیف عمر مختار وایي چې د تفصیلي پلان خلاف څو غیرقانوني جوړښتونه تشخیص او سمدستي یې ودانیزې چارې ودرول شوې.

د نوموړي په خبره، په اوله ناحیه کې په خپل سرپه ځانګړو وېزه شویو پروژو کې یوه پروژه د اسنادو خلاف په ساحه کې تطبیق کېده چې کار یې بند شو، همدراز په دریمه ناحیه کې د یوه حمام د غیرې قانوني جوړولومخه ونیول شوه او موضوع تخنیکي ادارو ته وسپارل شوه.

د یادولو وړ ده چې یاد نظارت د ښار د منظم پرمختګ او د غيرقانوني ودانیو د مخنیوي د دوامداره پروګرام برخه ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت