په بلخ کې د یوه تخنیکي او مسلکي انسټیټیوټ ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د بلخ ولایت په سجادیه ښار ګوټي کې د سجادیه تخنیکي او مسلکي انسټیټیوټ ودانۍ د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنه ته وسپارله.
دا دوه پوړیزه ودانۍ پر ۶۵۰ متر مربع ځمکې د ۱۵ مېلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له پرمختیايي بودجې څخه جوړه شوه.