په بلخ ولایت کې له ۲۰۰ جریبو ډېره ځمکه استرداد شوه
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د غصب شویو دولتي ځمکو د استرداد په لړ کې، دا ځل په بلخ ولایت کې ۲۵۰ جریبه دولتي ځمکه استرداد کړه.
یادې ځمکې د بلخ ولایت د دهداي ولسوالۍ په شیراباد کلي کې د څو کلنو راهیسې د غاصبینو له لوري د کښت او زراعت په موخه استفاده کېدې.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د یادې دولتي ځمکې په استرداد سره له هغه د ګټورې او معقولې استفادې زمینه یې برابره کړه.
