په بلخ ولایت کې د یو لوی کانال د حریم سروې پیل شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۲:۱۶
.

۱۴۴۶/۳/۹

په بلخ ولایت کې د حسین خیل، تیګي، سوریان او ارزنکارو کلیو د کانال د حریم سروې پیل شوه.

د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عین الدین حامد وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د ګډ هئیت په شتون کې د یو لوی کانال د حریم سروې پیل کړه، چې د دې سروې د پای ته رسیدو سره به ددې کانال د حریم د رغولو چارې هم پیل شي.

ښاغلي مولوي حامد وویل، یاد کانال چې د څلورو کلیو نه تیریږي په زرګونه جریبه ځمکه خړوبیوي، اړتیا ده چې حریم یې معلوم او د اساسي رغیدو چارې یې پیل شي تر څو د یاد کانال نه په سمه توګه ګټه واخستل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي تخنیکي ټیمونه د ادارو په غوښتنه د بیلابیلو پروژو سروې  کوي وروسته یې دوی ته اختیار کې ور کوي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په استالف ولسوالۍ کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه عامه پوهاوی ترسره شو

۱۴۴۷/۰۱/۰۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د رسیدګۍ ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم، د یاد ریاست د محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني تر لارښوونې لاندې، د استالف ولسوالۍ ته سفر وکړ او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۲:۵۲
Background image

د کونړ ولایت د ترانسپورت امریت ودانۍ لپاره د ساحو ارزونه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۰۹

کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نبی الله طلحه وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ګډ هئیت په شتون کې،  د ترانسپورت امریت لپاره د نوې اداري ودانۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۵۸
Background image

د قره‌ باغ ولسوالۍ ښاري تخلفات تر څار لاندې ونیول شول

۱۴۴۷/۱/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت د قره‌ باغ ولسوالۍ ښاري وضعیت وڅاره او د بې‌نظمۍ موارد یې و ارزول.

د یاد ریاست رئیس، مولوي. . .

BACK TO NEWS