په بلخ او کندهار ولایتونو کې د درملو او روغتیایي محصولاتو د کیفیت لابراتوارونو د جوړولو تړونونه لاسلیک شول

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۵:۳۱
.

۱۴۴۷/۰۱/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، نن د دوو مهمو پرمختیايي پروژو تړونونه لاسلیک کړل.

د دغه تړونونو موخه د درملو او روغتیایي محصولاتو د کیفیت ارزونې لپاره پرمختللي لابراتوارونه جوړولو په پار د ودانیو جوړول دي.

دغه لابراتوارونه به په بلخ او کندهار ولایتونو کې جوړ شي، چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د محصولاتو کیفیت کنټرول، ازموینې، څېړنې او ارزونې چارې به پیاوړې کړي او د هېواد د روغتیایي خدماتو کیفیت ته به د پام وړ پرمختګ ورکړي.

تړونونه د "کوهکن" شرکت سره لاسلیک شول، چې د دواړو لابراتوارونو جوړولو ټولیز لګښت یې څه باندې ۱۸۸ میلیونه افغانۍ ټاکل شوی دی.

د پروژو عملي کار له نن پیلېږي او د بشپړېدو موده یې ۵۴۰ ورځې ټاکل شوې، چې د ۱۴۰۴/۰۵/۰۸ څخه تر ۱۴۰۵/۱۱/۰۱ پورې به دوام ومومي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، دا تړونونه د هېواد د روغتیایي بنسټونو د پیاوړتیا په لور یو مهم او اغېزناک ګام ګڼي او په باور یې له دې لارې به د محصولاتو کیفیت لا ښه تضمین شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۴:۲۳
Background image

په کابل ښار کې د الشفاء روغتون له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند، د ساختماني او زیربنایي پروژو د څار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د الشفاء روغتون له ودانیزو چارو له روانو فعالیتونو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون اړوند د لیليې سیپټیک څاګانو د دیوالونو د کانکریټ‌ اچونې له چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند، د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ننګرهار پوهنتون اړوند د لیليې سیپټیک څاګانو د دیوالونو د کانکریټ‌ اچونې له روانو چارو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۲:۱
Background image

د سرپل ولایت په مرکز کې د لومړۍ ناحیې د سوداګریزمارکېټ له ودانیزو چارو څرانه وشوه

1447/10/10

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند، د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې د سوداګریز مارکېټ د ودانۍ له روانو ساختماني چارو څخه تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت