په بغلان ولایت کې د راستنېدونکو مهاجرینو د ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې بشپړې شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۳:۱۲
بغلان

۱۴۴۷/۱۲/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ اړوند د راستنېدونکو مهاجرینو د ښارګوټي د لومړۍ پراختیايي برخې د توپوګرافي سروې چارې بشپړې شوې.

په یاده سروې کې شاوخوا ۱۱۵۰ جریبه ځمکه تر پوښښ لاندې ونیول شوه، چې موخه یې د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د معیاري او منظم ښارګوټي د جوړولو په پار د تخنیکي معلوماتو راټولول او د اساسي پلان د ترتیب لپاره د لازمې زمینې برابرول دي.

د توپوګرافي سروې له بشپړېدو وروسته به د سیمې د اړتیاوو، تخنیکي معیارونو او ښاري اصولو له مخې د ښارګوټي پلان چمتو شي، ترڅو د یادې سیمې د پراختیا او د استوګنیزو خدمتونو د تنظیم لپاره لازم ګامونه پورته شي.

دغه اقدام د راستنېدونکو هېوادوالو د دایمي مېشتېدنې، د مناسبې سرپناه د برابرولو او د ژوند د بنسټیزو اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې مهم ګام بلل کېږي او د مهاجرینو لپاره د معیاري استوګنیزو ښارګوټو د جوړولو بهیر پیاوړی کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۵
Background image

په لغمان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د کاپرګلۍ په سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو رسولو د لمریزې شبکې له چارو څخه د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۶
Background image

په کابل ښار کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د اته ‌متره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۳
Background image

په جوزجان کې د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي ښاري پلان د ترتیب لپاره د یادې ولسوالۍ د ساحې توپوګرافي سروې پیل کړې ده.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت