په بدخشان کې ۱۸۱ جریبه ځمکه ولېږدول شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۵ - ۹:۱۴
بدخشان

ښار جوړولو او ځمکو وزارت متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو د لېږدل پر مهال، د بدخشان ولایت مرکز فیض اباد کې ۱۸۱ جریبه دولتي ځمکه ښاروالۍ ته ولېږدوله.

یاده ځمکه د اوومې ناحیې ښارګوټي جوړولو په موخه لېږدول شوې ده.

د دې پروژې په بشپړېدو سره به سیمه‌ییزه حکومتوالي پیاوړې، عامه خدماتو ته د خلکو لاسرسی اسانه او د دې ولایت اوسېدونکو ته کاري زمینه برابره شي او ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو په لېږد سره، د پرمختیايي او ټولګټو پروژو پلي کېدو ته زمینه برابره کړې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۱۵
Background image

په بامیان ښار کې د سراسیاب سیمې د رغنیز پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۷

د بامیان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست انجینري ټیم، د بامیان ښاروالۍ په همغږۍ، د بامیان ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د سراسیاب سیمې د رغنیز او انکشافي پلان د ترتیب په موخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

په هلمند ولایت کې مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر پیل شو

۱۴۴۷/۱۱/۲۷

په هلمند ولایت کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د دایمي استوګنیزو نمرو د وېش بهیر په رسمي ډول پیل شو.

د مهاجرینو د اسانتیا او د چارو د منظم تنظیم په موخه، د استوګنیزو نمرو د وېش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۲۹
Background image

په پنجشېر ولایت کې د تخنیکي او مسلکي انسټېټیوټ د ودانۍ لپاره توپوګرافي سروې ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۷

د سروی او جي ای ایس ریاست له لوري د پنجشېر ولایت د عنابې کلي اړوند د تخنیکي او مسلکي انسټېټیوټ د ودانۍ لپاره د ټاکل شوې ساحې توپوګرافي سروې ترسره شوه.

یاده سروې د شاوخوا ۹۳. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت