په بدخشان کې څه باندې  ۱۳  زره جریبه دولتي ځمکه ثبت  شوه

Nasiri_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۱ - ۹:۱۰
بدخشان

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د  بدخشان  ولایت اړوند سیمو په  ۲۰  قطعو کې  ۱۳   زره او  ۹۹۸   جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه،  ۱۳۹۹۳   جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې  ۵ جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۹۱۹ زره او ۵۱۵ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې  ۷۰۱۲قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت  پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۴۸
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، غزني ولایت ته سفر وکړ او هلته یې پر راستانه شوو مهاجرو کورنیو د دایمي مېشتېدو په پار استوګنیزې نمرې ووېشلې

۱۴۴۷/۹/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، غزني ولایت ته سفر وکړ او پر راستنو شوو مهاجرو کورنیو یې د دایمي مېشتېدنې په پار استوګنیزې نمرې ووېشلې.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۴۱
Background image

په نوي کابل ښار کې د ابادۍ او پرمختګ په پار بل مهم ګام هم پورته شو

۱۴۴۷/۹/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې، په نوي کابل ښار کې د پراختیا ورکوونکو شرکتونو له مسؤلینو سره تر لیده کاته وروسته،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۲۸
Background image

په زابل ولایت کې بېرته راستنو شوو مهاجرینو ته د استوګنې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۰۹/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې کمېټې له لوري د زابل ولایت په اړوندو سیمو کې بېرته راستنو شوو مهاجرینو ته د استوګنې نمرې ووېشل شوې.

د یادې کمېټې د پرېکړې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت