په بدخشان کې څه باندې ۸۰۰۰ جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د بدخشان ولایت مرکز او ولسوالیو اړوند سیمو په ۶ قطعو کې ۸۶۹۸ جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت کړي دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د وروستیو درېوو کلونو په لړ کې نږدې ۶.۵ مېلیونه دولتي ځمکه او د دولت تر ولکې لاندې عامه ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.