په بامیان ولایت کې ۱۴۴۱۲۵ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۲/۲۷ - ۹:۳۷
بامیان

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو ثبت په دوام کې، په بامیان ولایت کې ۱۴۴۱۲۵ جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت کړې ده.

دغه اندازه ځمکه په ۱۸۸ قطعو کې چې ۶۵۴۷۶ جریبه یې دولتي سپینې ځمکې او ۷۸۶۴۹ جریبه نور یې د دولتي ادارو تر استفادې لاندې دي، ثبت شوي.

په دې سره، د ولایت په کچه د دولتي ځمکو کره شمېره به ترلاسه شي او د دولتي غصب شویو ځمکو د استرداد سربېره په ښاري او کلیوالي کچه د حکومت ټول ګټو پروژو ښه تطبیق ته به اړین فرصتونه چمتو شي.

په تېر یو کال کې، څه د پاسه ۵،۵ میلیونه جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوې او د ثبت شویو ځمکو څخه د حکومت د پروژه د تطبیق لپاره ګټه اخېستنه پیل شوې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۵۷
Background image

په زابل کې مهاجرینو ته د استوګنیزو ځمکو د وېش لړۍ روانه ده

۱۴۴۷/۱۱/۲۰

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنیزو ځمکو د وېش بهیر په منظم او نورمال ډول روان دی، څو مستحقو کورنیو ته د دایمي استوګنې زمینه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۲۹
Background image

په خوست کې راستنېدونکو مهاجرینولپاره د ښارګوټي د خط اچونې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۲۰

د خوست ولایت مرکز اړوند د صحرا باغ سیمه کې، بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنیزو نمرو د تثبیت او منظم وېش په موخه د ښارګوټي د خط اچونې چارې پیل شوې.

دغه ښارګوټی په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۹:۸
Background image

په ارزګان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اصلاحي پلان د خط اچونې چارې تر سره شوې

۱۴۴۷/۱۱/۲۰

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست، مسلکي تخنیکي ټیم د مهاجرینو ښارګوټي د اصلاحي پلان د خط اچونې چارې تر سره کړې.

د یاد پلان د خط اچونه ډېری چارې بشپړې شوې او پاتې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت