په بادغیس ولایت کې ۱۶۲۴۷۸ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۸ - ۹:۳
بادغیس

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو ثبت په دوام کې، په بادغیس ولایت کې ۱۶۲۴۷۸ جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت کړې ده.

دغه اندازه ځمکه په ۱۱۳ قطعو کې چې ۱۶۱۴۹۳ جریبه یې دولتي سپینې ځمکې او ۹۸۵ جریبه نور یې د دولتي ادارو تر استفادې لاندې دي، ثبت شوي.

په دې سره، د ولایت په کچه د دولتي ځمکو کره شمېره به ترلاسه شي او د دولتي غصب شویو ځمکو د استرداد سربېره په ښاري او کلیوالي کچه د حکومت ټول ګټو پروژو ښه تطبیق ته به اړین فرصتونه چمتو شي.

په تېر یو کال کې، څه د پاسه ۵،۵ میلیونه جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوې او د ثبت شویو ځمکو څخه د حکومت د پروژه د تطبیق لپاره ګټه اخېستنه پیل شوې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۲:۵
Background image

د راستنو شویو مهاجرو کورنیو لپاره د استوګنیزو نمرو د وېش لړۍ په بېلا بېلو ولایتونو کې روانه ده

۱۴۴۷/۹/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، د راستنو شویو مهاجرو لپاره د معیاري ښارګوټو طرحه، د ځمکو عادلانه وېش، او بنسټیزې اسانتیاوې برابروي، څو یادې کورنۍ وکولای شي په خوندي او منظم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۱:۱۷
Background image

په کندز کې د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند شپږ زره جریبه ځمکه سروې شوه

۱۴۴۷/۹/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، د سروې او جي، ای ایس محترم ریاست تخنیکي ټیم له لوري د کندز ولایت ګلتېپه ولسوالۍ په عسقلان سیمه کې د مهاجرینو د ښارګوټي جوړولو په پار د توپوګرافیکي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۰:۵۲
Background image

د نیمروز ولایت له لومړۍ درجه چارواکو سره د ښاري تخلفاتو پر مخنیوي خبرې وشوې

۱۴۴۷/۹/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د انکشافي پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیم د نیمروز. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت