په ارزګان کې ۲۰ جریبه ځمکه ولېږدول شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو د لېږد په دوام، په ارزګان ولایت کې ۲۰ جریبه دولتي ځمکه ملي امنیت ریاست ته ولېږدوله.
یاده ځمکه په عامه او دولتي ځمکو بانک کې ثبت ده چې د ملي امنیت د تاسیساتو د رغولو په موخه ملي امنیت ریاست ته ولېږدول شوه.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت دولتي سکټور ته د سپينو دولتي ځمکو لېږد سره، پرمختیایي پروژو پلي کېدو ته زمینه برابروي.