په ارزګان کې ۱۰ جریبه دولتي ځمکه ولېږدول شوه
![ارزګان](/sites/default/files/2021-01/43.png)
ښار جوړولو او ځمکو وزارت متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو د د لېږد په دوام، په ارزګان ولایت کې ۱۰ جریبه دولتي ځمکه ارشاد حج او اوقافو وزارت ته ولېږدوه.
یاده ځمکه په عامه او دولتي ځمکو بانک کې ثبت ده چې د اهل تشیع د هدیرې رغولو په موخه د ارشاد حج او اوقافو وزارت ته ولېږدول شوه.
د یادې پروژې له پلي کېدو سره د ترینکوټ ښاریانو د هدیرې ستونزه حل شوه او ښاري مناسبو ځایونو او ښاري هر اړخیزو پلانونو له منځه وړلو څخه مخنیوی کېږي.