په ارزګان ولایت کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه د تخنیکي ټیم څارنه ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۹:۲۹
ارزګان

۱۴۴۷/۰۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د رئیس محترم الحاج ملا روح الله (ابواحمد) په لارښوونه د دغه ریاست د تخلفاتي ټیم له لوري د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو.

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي او تخلفاتي ټیم د مرکز ترینکوټ اړوند ټولو ناحیو څخه څارنه وکړه، تر څو د ښاري نظم د ساتنې او د غیرقانوني جوړښتونو د مخنیوي په برخه کې لازم ګامونه پورته کړي.

ښاغلي مولوي ابو احمد وویل، د نظارت پر مهال، د دریمې ناحیې اړوند د منار ترڅنګ د ښځو مارکېټ ته نږدې په یوه استوګنیزه نمره کې یو کس هڅه کوله چې تجارتي دوکانونه جوړ کړي. د تخلفاتي ټیم له لوري نوموړي ته سپارښتنه وشوه چې یاده ساحه د استوګنې لپاره ځانګړې شوې ده، نو باید یوازې د استوګنیز کور په توګه ترې ګټه واخیستل شي.

د نوموړي په خبره، د ټیم له لوري ښاریانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو چې خپل تاسیسات د کور او ښار جوړولو وزارت د طرزالعمل او اصولو له مخې جوړ کړي، څو د ښار نظم، ښکلا او قانوني جوړښت خوندي پاتې شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ریاست د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ښاري نظم د ساتنې، د غیرقانوني ودانیو د مخنیوي او د ښاري اصولو د تطبیق مسوول دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۴:۵۱
Background image

په هلمند کې د امام محمد رحمه‌الله دیني جامعې اړوند د کانکریټي سړک او موټر تم‌ځای د جوړولو تخنیکي سروې ترسره شوه

۱۴۴۸/۳/۲

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د امام محمد رحمه‌الله دیني جامعې اړوند د کانکریټي سړک او موټر تم‌ځای د جوړولو په موخه د یادې ساحې تخنیکي سروې ترسره کړه.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار ودانۍ د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست، د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار د نوې ودانۍ د روانو ساختماني چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۵۹
Background image

په سرپل ښار کې د بې ‌پېلوټه الوتکې په وسیله د توپوګرافۍ او جغرافیایي معلوماتو راټولولو بهیر پیل شو

۱۴۴۸/۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم، د سرپل ولایت په مرکز کې د بې ‌پېلوټه الوتکې او فوتوګرامټرۍ د نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره د ښار د توپوګرافۍ او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت