په ارزګان د بدني تربیت او ورزشي اداري ودانۍ چارې روانې دي
![ارزګان](/sites/default/files/2021-02/pic_1_0.jpg)
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ارزګان په ترینکوټ ښار په خیروکاریز ساحه کې د بدني تربیت او ورزشي اداري ودانۍ چارې روانې کړي دي.
یاد اداري ودانۍ په ۵۸۴ متر مربع ځمکه په درې پوړو د بدني تربیت او ورزشي عمومي ریاست له پراختیایې بودیجې په ۲۴ میلیونه او۷۰۰ زره افغانیو په مالي لګښت جوړیږي.