په آقچه ولسوالۍ کې د غلې منډوي د مارکېټ له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۰:۱۱
اقچه ولسوالۍ

۱۴۴۷/۰۲/۲۶

 د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا عبدالله فیضان وایي، د دې ریاست اړوندتخنیکي ټيم د آقچې ولسوالۍ په شمال ختیځ برخه کې د غلې منډوي د مارکېټ د اعمار له روانو کارونو څارنه وکړه.

ښاغلي ملا فیضان وویل، د څارنې پر مهال موظف انجنیرانو د پروژې د داخلي پلستر کارۍ او د هټیو د فرش د سرامیک اچولو کارونه وکتل او اړوندو مسؤولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

د یادولو وړ ده، چې د آقچې ولسوالۍ د غلې منډوي مارکېټ د سیمې د سوداګرو او کروندګرو لپاره یو مهم اقتصادي مرکز بلل کېږي، چې د بشپړېدو سره به یې د سوداګرۍ اسانتیاوې او اقتصادي وده زیاته شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۵۸
Background image

د فراه ښار د عسکرآباد فرقې سړک او قلعه موزیک سیمو د بهسازۍ پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د فراه – د ښاري پراختیا په برخه کې یو بل مهم ګام پورته کړ.

ښاغلي وزیر، د فراه ولایت د فراه ښار د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۵۰
Background image

د ښاري پلانونو د طرحو په تړاو د چارو ادارې له استازو سره خبرې وشوې

۲۵/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د چارو ادارې،  د ښاروالیو د انسجام ریاست د استازو، او د کور او ښار جوړولو وزارت د یو شمېر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۹
Background image

د بادغیس ولایت د قلعه نو ښار د دوهمې او څلورمې ناحیو د بهسازۍ پلان ترتیب شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د بادغیس ولایت د قلعه نو ښار د دوهمې او څلورمې ناحیو د بهسازۍ پلانونه تائید او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت