پلازمېنه کې څه باندې ۳۰۷ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې په دوام، د کابل ولایت اړوندو سېمو په ۲۷۵ قطعو کې، ۳۰۷ زره او ۵۲۳ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه ثبت کړي دي.
له دې شمېر څخه ۲۹۹۳۴۷ جریبه سپينه دولتي ځمکه او پاتې ۸۱۷۶ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ثبت شوي دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد ۳۱ ولایتونو په ۶۹۳۹ قطعو کې، ۶ مېلیونه ۸۱۱ زره او ۴۸۲ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه د لویو پرمختیایي او اقتصادي پروژو د پلي کېدو په موخه سروې او ثبت کړي دي.