پروان ولايت کې ۶۰ جريبه ځمکه انتقال شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۸ - ۱۰:۴۶
پروان

ښار جوړولو او ځمکو وزارت متقاضي ادارو ته د سپينو دولتي ځمکو د لېږد په دوام دا ځل په پروان ولايت کې ۶۰ جريبه ځمکه ولېږدوله.

دا سپينه دولتي ځمکه چې د پروان ولايت د مرکز چاريکار ښار په سنجد‌ دره کې موقعيت لري، د ترانسپورټ وزارت په غوښتنه د ترانسپورټي ټرمينال د جوړېدو په موخه انتقال شوې ده.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت متقاضي ادارو ته د سپينو دولتي ځمکو په لېږد سره په هېواد کې لويو زيربنايي او پراختيايي پروژو پلي کېدو ته زمينه برابروي او له دې لارې ولسي خلکو ته د اساسي خدماتو په رسولو کې خپل رول لوبوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۶
Background image

د جوزجان ولایت په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د هټیو د ودانیزو چارو له جریان څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۵

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د خواجه دوکوه ولسوالۍ اړوند ښاروالۍ ریاست د هټیو د جوړولو له روانو چارو څخه څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۱۵
Background image

د ثبات او هوساینې په لور د چټک یون په پایله کې نورو  سلګونه کورنیو  هم د دایمي مېشتېدو په پار ځمکې ترلاسه کړې

۱۴۴۷/۱۲/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په لارښوونه او رهبرۍ د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۷۷۳ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۹:۴۱
Background image

په کابل ولایت کې د امارتي مطبعې، صکوکو او ضرابخانې د محوطې د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د کابل ولایت په مرکز کې د امارتي مطبعې، صکوکو او ضرابخانې د محوطې د توپوګرافي سروې چارې پیل. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت