پروان ولايت کې د دوو ټول‌ګټو پروژو د تطبيق چارې پيل شوې

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۲ - ۱۰:۲۱
کابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پروان ولايت په مرکز چاريکار ښار کې د کوټوالي جومات او په لقماني قريه کې د ام‌سلمه ښځينه‌و ښوونځي د رغولو چارې پيل کړې.

د ښځينه‌و ياد ښوونځی په ۳۸۴ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول په ۱۳ ميلیونه ۹۰۰ زره افغانيو او ياد جومات چې په يو وخت کې په کې ۶۰۰ کسان لمونځ کولای شي، په ۳۲۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له بوديجې څخه په ۲۴ ميلیونه ۲۰۰ زره افغانيو رغول کيږي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت غواړي د دولت پراختيايي پروژو او د ټول‌ګټو پروژو د رغونې لړۍ له چټکتيا سره؛ هېوادوالو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو په کچه کې ښه‌والی راولي او د خلکو د ژوند کچه لوړه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۴
Background image

په پغمان ولسوالۍ کې د تېلو پمپ د پروژې تخنیکي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۲/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای ‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت، پغمان ولسوالۍ د قرغې عمومي سړک پر غاړه د یوه باب د تېلو پمپ د جوړېدو لپاره د ساحې توپوګرافي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۱۵
Background image

د فاریاب ولایت د خواجه موسی ولسوالۍ د تفصیلي پلان سروې او توپوګرافي پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۱۲

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د خواجه موسی ولسوالۍ د تفصیلي پلان د سروې او توپوګرافۍ د ترسره کولو په موخه یادې ولسوالۍ ته سفر وکړ.

د سروې د عملي چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲۰
Background image

د نوي کابل ښار په اډانه کې، د صنایع سبز  صنعتي ښارګوټي په پروژه کې د غیرپلاني ودانیزو فعالیتونو مخنیوی وشو

۱۴۴۸/۲/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د نوي کابل ښار د ده‌سبز سیمې په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت