هلمند کې د یو سوداګریز مارکېټ چارې و ارزول شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۴:۴۵
هلمند

۱۴۴۶/۰۶/۱۵

هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي شمس الله ناظم وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د لقمان حکیم په نوم د سوداګریز او استوګنیز مارکېټ له چارو څارنه او ارزونه وکړه.

ښاغلی مولوي ناظم وایي، یاد مارکېټ د هلمند ولایت لښکرګاه ښار په لومړۍ ناحیه کې موقعیت لري چې د پروژې د ځمکې عمومی مساحت یې (6709) مترمربع دی او په (6248) متر مربع مساحت کې یې ودانۍ جوړېږي.

نوموړی وایي، ټاکل شوې چې د یاد مارکېټ چارې په پنځه پوړونو کې تر راتلونکو درې کالونو بشپړې شي.

یاد مارکېت د اوبو او انرژۍ محترم وزارت له لوري په مشارکتي دول جوړېږي، چې ټول لګښت یې (367489572.35) افغانۍ راځي.

اړوند انجنیران وایي، په یاده پروژه کې اوسمهال د رینګ بیم، د سمپلونو د قالب بندۍ او د کانکرېټ اچولو چارې روانې دي.

مولوي شمس الله ناظم وایي، د قراردادي شرکت مسؤل انجنیر ته د سلمپ او سلنډرانو موجودیت او د هر فعالیت لپاره په ساحه کې د سلنډرونو پر ډکولو او ټاکلي وخت ازمایښت سپارښتنه وشوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۵۱
Background image

د غزني ولایت په پخواني ښار کې د غیر قانوني ښاري فعالیت مخنیوی وشو

۱۴۴۷/۱۰/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په هدایت غزني ولایت کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو.

د غزني ولایت د کور او ښار. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۷
Background image

د هلمند ولایت د مستوفیت ریاست د جامع جومات له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۴

د د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست  اړوند تخنیکي ټیم له لوري د هلمند ولایت د مستوفیت ریاست د جامع جومات له رغنیزې پروژې څخه ساحوي نظارت او تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۴
Background image

د کابل ښار په میوند جاده کې د پوسته خانې له رغنیزې پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار د میوند جادې په سیمه کې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت