هلمند کې د ترانسپورټ ریاست د تعمیر له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۱۲:۰
هلمند

۱۴۴۶/۱۰/۸

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي شمس الله ناظم وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا په لښکرګاه کې د ترانسپورټ ریاست د تعمیر ودانیزې چارې و څارل شوې.

ښاغلي مولوي ناظم وویل، د یاد تعمیر د پايو د کانکریټ اچونه تر سره شوې وه، چې له چارو یې څارنه تر سره شوه.

د نوموړي په خبره، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټيمونه د ادارو په غوښتنه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې په معیارې برابرې تر سره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۵۵
Background image

په کابل کې د پسته خانې د نوې ودانۍ له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې پر بنسټ، د وزارت د ودانیزو او بنسټیزو پروژو د څارنې او تطبیق تخنیکي ټیم د کابل ښار په لومړي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په سوزمه قلعه کې بې ‌نقشې ودانیزې چارې ودرول شوې

۱۴۴۷/۰۶/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیم د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې پر بنسټ د سرپل ولایت سوزمه قلعه ولسوالۍ ته د څارنې لپاره ورغلی او د ښار د پلان شوې ساحې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۳:۷
Background image

د الشفا روغتون د موټرو د تمځای ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۶/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې په اساس، د بنسټیزو پروژو د نظارت ریاست تخنیکي ټیم د ودانیزو او بنسټیزو پروژو د څارنې او تطبیق د ریاست. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت