هلمند ولایت کې د یوې ودانیزې پروژې له چارو څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۹/۲۳
هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوي شریف الله حقمل په لارښوونه د دغه ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري د یوې ودانیزې پروژې له چارو څارنه ترسره شوه.
دغه چاره د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د انکشافي پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ ترسره شوه.
پروژه، په هلمند ولایت کې د مستوفیت محترم ریاست اړوند یو باب مسجد شریف دی، چې له ودانیزو چارو یې څارنه وشوه.
د څارنې په مهال څرګنده شوه چې د مسجد د داخلي برخې د پلستر چارې روانې دي او د پلان او ټاکل شوې نقشې مطابق پر مخ ځي.
د تخنیکي ټیم له لوري د پروژې د شرکت مسؤل انجنیر ته لازمې لارښوونې وشوې، څو ټول کارونه د احجامو بیل، تخنیکي معیارونو او منظور شوې نقشې سره سم ترسره شي ترڅو د مسجد شریف ودانیز کیفیت د معیارونو سره برابر وي.
