هلمند ولايت کې له ۶۳ زره جريبو څخه زیات څړځايونه سروې او ثبت شول
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د څړځايونو د سروې، ثبت او نښه کولو لړۍ په دوام دا ځل په هلمند ولايت کې ۶۳۵۵۶ جريبه د څړځايونو ځمکه سروې او ثبت کړه.
دا ځمکه په ۱۷ قطعو کې د ياد ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې سروې او ثبت شوې ده.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د څړځايونو د سروې او ثبت لړۍ له پيل راهېسې تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې ۷۹۳۶۶۹ جريبه د څړځايونو ځمکه سروې او ثبت کړې ده.