هرات کې د دوه پروژو رغنیزې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۴ - ۸:۲۹
هرات

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د امام ابوحنیفې مدرسې رغنیزې چارې ۶۵ سلنه او د دې ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د صحي محصولاتو او د درملو د ازمویلو لابراتوار ودانۍ رغنیزې چارې ۸۰ سلنه بشپړې کړي دي.

د امام ابوحنیفې مدرسه په ۶۰۹ متر مربع ځمکه کې په یو پوړ د ۱۲ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانیو په ارزښت د پوهنې وزارت له بودیجې او همدارا د صحي محصولاتو او درملو لابراتوار په ۱۲۵۰ متر مربع ځمکه کې په درې پوړونو د ۱۱۷ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د عامې روغتیا وزارت له بودیجې جوړیږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په کچه د دولت ټولګټو، روغتیايي او تعلیمي پروژو له تطبیق سره خلکو ته د اساسي خدماتو رسولو کچه لوړه کړې او خلکو ته یې په بېلابېلو برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

###

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۳:۵۲
Background image

د کابل ښار د ۴۰ متره سړک له ودانیزې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي لوی ریاست اړوند، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د دوامدارو ساحوي څارنو په لړ کې د کابل ښار د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۹:۴۶
Background image

د کابل ښار د یوولسمې ناحیې له شنو ساحو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي لوی ریاست اړوند، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي او نظارتي ټیم د دوامدارو څارنو په لړ کې د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۹:۲۹
Background image

د قطر استوګنیز ښارګوټي له پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست رئیس او تخنیکي ټیم د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د قطر استوګنیز. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت