نورستان کې د یوه روغتیايي مرکز رغنیزې چارې روانې دي
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د نورستان ولایت په وانټ وایګل ولسوالۍ کې د یو CHC صحي کلینیک ودانۍ رغوي.
دا یو پوړیزه روغتیايي مرکز پر ۵۲۰ متر مربع ځمکه کې د ۲۱ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیایی بودیجې څخه رغیږي.