نورستان کې د سفر محمد روغتیايي کلینیک ودانۍ رغنیزې چارې روانې دي

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د نورستان ولایت په وانټ وایګل ولسولۍ کې د سفر محمد روغتیايي کلینیک ودانۍ رغوي.
دا یوه پوړیزه ودانۍ پر ۴۰۰۶ متر ځمکه باندې د ۱۹ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیایی بودیجې څخه رغیږي.