نورستان کې د حسابدارۍ مسلکي انسټيټيوټ اداري ودانۍ ورغول شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د نورستان په مرکز پارون ښار کې د حسابدارۍ مسلکي انسټيټيوټ اداري ودانۍ ورغوله.
دا ودانۍ په ۶۳۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول په ۱۹ ميلیونه ۸۰۰ زره افغانۍ ورغول شوه چې لګښت يې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له انکشافي بوديجې څخه ورکول کيږي.
د دې ودانۍ په رغولو سره د ياد انسټيټيوټ زدهکوونکو او استادانو ته د زده کړې ارامه او مناسب چاپېريال برابر شوی.