میدان وردګو ولایت کې د ترانسپورتي ترمینل د دوهمې برخې ودانیزې پروژې له چارو څارنه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۳۹
میدان وردګ

۱۴۴۷/۹/۶

میدان وردګو ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست تخنیکي ټیم د خپل عمومي ریاست په همغږۍ او لارښوونې، د یاد ولایت د ترانسپورتي ترمینل د دوهمې برخې ودانیزې پروژې د کارونو څارنه او ارزونه وکړه.

دغه پروژه چې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري رشاد ناصري ودانیز شرکت ته په قرارداد ورکړل شوې، چې د شوې هوکړې له مخې پلي کېږي او دا مهال په ټاکلي پلان سره پر مخ روانه ده.

قراردادي شرکت هڅې پیل کړي، چې د واورو پاکولو په موخه ساحې ته ګریډر ماشین انتقال کړي، څو د سړکونو د مسیر د کوردیناتو د تطبیق لپاره واوره پاکه شي، اما دا چې ساحه کې زیاته واوره ورېدلې او نم لري، چارې یې له ځنډ سره مخامخ کړي دي.

میدان وردګو ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست، مسؤل شرکت ته سپارښتنه وکړه چې د واورو تر بشپړ ختمېدو پورې خپله ماشینري له ساحې څخه انتقال کړي او هممهاله د کرش پلانټ د نصب چارې ژر تر ژره بشپړې کړي.

تمه ده چې د اقلیمي شرایطو له ښه کېدو سره سم به اړوند شرکت عملي کارونه بېرته په منظم ډول پیل کړي.

د کور او ښار جوړولو ریاست ټینګار کوي چې د پروژې چارې به د تخنیکي معیارونو او ټاکل شوي مهال‌وېش سره سم تعقیب او نظارت شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۵
Background image

په لغمان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د کاپرګلۍ په سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو رسولو د لمریزې شبکې له چارو څخه د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۶
Background image

په کابل ښار کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د اته ‌متره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۳
Background image

په جوزجان کې د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي ښاري پلان د ترتیب لپاره د یادې ولسوالۍ د ساحې توپوګرافي سروې پیل کړې ده.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت