ميدان وردګ کې له ۱۰ جريبو زياته دولتي ځمکه ولېږدول شوه

ښار جوړولو او ځمکو وزارت متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو د لېږد په دوام دا ځل په ميدان وردګ ولايت کې ۱۶ جريبه دولتي خمکه انتقال کړه.
دا ټوټه ځمکه د پوهنې وزارت په غوښتنه د ميدان وردګ ولايت په سید اباد ولسوالۍ کې د دارالمعلمين د جوړېدو په موخه لېږدول شوې ده. ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو په انتقال سره غواړي په هېواد کې د حکومت پراختيايي پاليسيو او زيربنايي پروژو د ښه تطبيق لپاره زمينه برابره کړي.