ميدان وردګ کې له ۱۰۰ جريبو څخه زیاته دولتي ځمکه ولېږدول شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت متقاضي ادارو ته د سپينو ځمکو د لېږد په دوام دا ځل په ميدان وردګ ولايت کې ۱۶۲ جريبه سپينه دولتي ځمکه انتقال کړه.
دا ټوټه ځمکه چې د ميدان وردګ په جغتو ولسوالۍ کې موقعيت لري د پوهنې وزارت په غوښتنه د ۳۶ ښوونځيو د جوړولو په موخه لېږدول شوې ده.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د هېواد په ۲۹ ولايتونو کې له ۲۴۲ زره جريبو څخه زیاته دولتي ځمکه متقاضي ادارو ته انتقال کړې ده.