مطبوعاتي اعلامیه
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم محمود کرزي په اړه د طلوع نيوز د هغه راپور په تړاو چې د ۱۳۹۹ کال د سرطان په ۷مه نېټه د ۶ بجو په خبرونو کې خپور شو؛ بايد وويل شي چې ښاغلی کرزی د کابل بانک په قضيه کې په حقوقي تعبير تورن نهدی پېژندل شوی او هېڅکله د لوی څارنوالۍ لهخوا پر ښاغلي کرزي د دعوې اقامه نه ده شوې، نو په دې تړاو ټولې ادعاوې بې بنسټه دي.
د کابل بانک بحران بحث ته په تېر کې د قضائيه قوې د خپلواکۍ اصل لهمخې د افغانستان د درې ګونو محکمو لهخوا رسيدهګي شوې او د محکمو په صادرو شويو احکامو کې تورن اشخاص په روښانه ډول ياد شوي او مجازات شوي دي. په هېڅ صادر شوي حکم کې ښاغلی محمود کرزی د کابل بانک په بحران کې د فساد د عامل په توګه نه دی پېژندل شوی.
په دې برخه کې يوازينۍ موضوع چې پاتې وه، هغه د حقوقي تصفيې موضوع وه چې ښاغلي کرزي د يو شريک په توګه خپل ټول پورونه له ټکټانې سره ۹ سلنه ادا کړي او له کابل بانک سره يې خپل حسابونه پاک کړي دي.
په همدې تړاو ټول اسناد نه يوازې مونږ سره موجود دي، بلکې د کابل بانک بحران ته د رسيدهګۍ ادارې په ارشيف کې هم شته او حاضر يوو چې د اړتيا پر مهال خپل ټول اسناد د رسنيو په واک کې ورکړو او يا هم رسنۍ کولی شي چې ياد اسناد د کابل بانک بحران ته د رسيدهګۍ ادارې څخه ترلاسه کړي.
په همدې اساس طلوع نيوز ته په کار وو چې ياده قضيه يې په هر اړخيز ډول څېړلې وای او د يادې موضوع د ټولو پټو او ښکاره اړخونو ته له لاسرسي وروسته د بې طرفۍ اصل او د رسنيو قانون ته په پام سره يې راپور چمتو او خپور کړی وی.