محترم محمد جواد پيکار د فضا ملي ستراتيژۍ او پلان پروژه (NSSP) منظور کړه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۵ - ۹:۴۶
کابل

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم محمد جواد پيکار په افغانستان کې د ښاري پراختيا په چارو کې د نړيوال بانک استازي محترم هيونګ وانګ سره د فضا ملي ستراتيژۍ او پلان پروژې د پيل پر څرنګوالي او تمويل په اړه خبرې وکړې.

په پيل کې د ښاري پراختيا په چارو کې د نړيوال بانک استازي په ښاري چارو او ځمکوالۍ برخه کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د رهبرۍ لاسته راوړنې بې سارې يادې کړې او بيا يې د يادې پروژې په اړه وضاحت ورکړ.

محترم هيونګ يانګ وويل؛ ټاکل شوې دا پروګرام د شمالي کوريا د يو اعشاريه پنځه ميليونه ډالرو په مرسته د نړيوال بانک له‌خوا د ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر رهبرۍ لاندې چې ماليي، اقتصاد، ترانسپورټ، کار او ټولنيزو چارو، سوداګرۍ او صنايعو، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ او کورنيو چارو وزارتونه هم په کې ګډون لري، پلی کيږي.

ورپسې محترم محمد جواد پيکار د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په چوکاټ کې د پراختيايي پروژو د پلي کولو په برخه کې د نړيوال بانک له مالي او تخنيکي ملاتړ څخه په مننې وويل؛ د فضا ملي ستراتيژۍ او پلان پروژې په پلي کېدو سره به د ملي او بين المللي پروژو د تطبيق په برخه کې د وزارتونو تر منځ همغږي پراخه او په دې برخه کې به اسانتياوې رامنځته شي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت زياته کړه چې دې پروژې سره به د اوبو سرچينې، ځنګلونه، شنې سيمې، سوداګريز بندرونه او د واورو ذخيرې د هوا له لارې نقشه کيږي او له مخې به يې وزارتونه خپلې برنامې پلانوي.

محترم محمد جواد پيکار د دې پراختيايي پروژې پر اهميت، اغېز او منظورۍ د ټينګار تر څنګ لارښوونه وکړه چې د يادې پروژې د تطبيق او پرمخ‌وړلو لپاره دې ژر تر ژره د اړوندو متخصصينو په ګډون کاري واحدونه رامنځته شي. 

د يادولو ده چې د فضا ملي ستراتيژۍ او پلان پروژه د شمالي کوريا او نړيوال بانک په مالي او تخنيکي مرسته د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له‌خوا پلې کيږي.

 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۹:۱۶
Background image

په وردګ پوهنتون کې د بیارغونې او ودانیزو پروژو له روانو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۴

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د وردګ پوهنتون اړوند د کرنې پوهنځي د بیارغونې پروژې، د لیلیې ودانۍ او د فرعي سړکونو او پلې لارو د جوړولو پروژو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۲
Background image

راستنو شويو مهاجرو کورنیو ته د استوګتنیزو نمرو د وېش کچه نږدې اته څلوېښت زره ته پورته شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له هدایت او لارښوونې سره سم، په یوویشت ولایتونو کې پر راستنېدونکو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نمرو د وېش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۲۴
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د عامه شنو ساحو له وضعیت څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د خپلو دوامداره څارنیزو پروګرامونو په لړ کې د کابل. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت