لوګر کې له ۲۰۰ زره جريبه څخه زیاته ځمکه سروې او ثبت شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک له جوړولو وروسته تر اوسه په لوګر ولايت کې ۲۰۰۸۲۲ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې او ثبت کړي دي.
له دې ډلې څخه په ۶۲ قطعو کې ۱۹۱۹۱۱ جريبه سپينه ځمکه ده او په ۱۰۴ قطعو کې بيا ۸۹۱۱ جريبه دولتي املاک دي چې د لوګر ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې موقعيت لري.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې په ۵۲۹۲ قطعو کې ۴ ميلیونه ۵۶۹ زره او ۱۰۲ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې، نقشه او ثبت کړي دي.
