له سختو شرایطو راوتلي او با تجربه اشخاص، د اسلامي او ملي ګټو پر بنسټ پرېکړه او کار کوي

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۳:۵۵
د کور او ښار جوړولو وزارت

۱۴۴۷/۹/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ او د دغه وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال مولوي ګل زرین صابر، د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني او دغه راز، د وزارت محترم مالي او اداري مرستیال مولوي محمد رباني ناصح په ګډون، د وزارت په کچه رهبري ناسته وشوه.

په دغه ناسته کې، چې په کې د وزارت اړوندو محترمو رئیسانو او چارسمبالو هم برخه اخیستې وه، پر څو مهمو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.

ښاغلي وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل، افغانستان کې اسلامي شرعي نظام حاکم دی، چې مسؤلین یې له سختو شرایطو راوتلي، تجربې لري او د اسلامي او ملي ګټو پر بنسټ پرېکړې او عمل کوي.

ښاغلي وزیر وویل، د ولس په چارو کې ورته خنډ او ځنډ د منلو نه دی او هغه کسان چې وظیفوي غفلت کوي، د قانوني چلند سره به مخامخ شي.

نوموړي د وزارت ټولو کار کوونکو ته ډاډ ورکړ، چې ولس، هېواد او نظام؛ وړ، ریښتیني او ژمن کسانو ته اړتیا لري او د اړتیا او اهلیت له مخې به کار ورکول کېږي.

د ۱۴۰۵ مالي کال تشکیل، په اداري او اجرائیوي چارو کې چټکتیا او په ټاکلي وخت د کار کوونکو دندې ته حاضري، هغه موارد وو، چې په دغه رهبري ناسته کې پر خبرې وشوې.

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کار کوونکو د کاري وړتیا لوړولو برخه کې د دغه وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال مولوي محمد رباني ناصح په مشرۍ یو هیئت وګمارل شو، چې پر بېلا بېلو حل لارو به غور کوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت، د اسلامي شریعت په رڼا او د ملي ګټو خوندیتوب پر بنسټ د ولس خدمت کولو ته لستوڼي رانغښتي او په دغه برخه کې کلک هوډ لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت