فاریاب کې څه باندې ۲۰۰۰ جریبه دولتي ځمکه ولېږدول شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د حکومت متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو د لېږد پر مهال، د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې ۲۲۰۰ جریبه دولتي ځمکه لېږدولې ده.
یاده ځمکه په دولتي او عامه ځمکو بانک کې ثبت وه چې د خواجه قدوق ښوونکیو ښارګوټي جوړولو په موخه د دې ولایت د پوهنې ریاست ته ولېږدول شوه.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولت سکټوري ادارو ته د سپینو دولتي ځمکو په لېږد سره د پرمختیايي پروژو پلي کېدل او خلکو ته د عامه خدمات وړاندې کول چټکوي.