فاریاب ولایت کې  څه باندې ۱۸۲  زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

Nasiri_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۲۸ - ۹:۷
 فاریاب

ښارجوړولو او ځمکو وزارت  هېواد کې د ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال ، فاریاب ولایت اړوندو سېمو کې په ۲۰۲ قطعو کې ،  ۱۸۲ زره او ۵۲۶ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۱۷۳ زره او ۲۳۲ جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې، ۹ زره او ۲۹۴ جریبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي ،چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه، د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې په ۷۱۱۰ قطعو کې ،  ۷ ملیونه ۱۲۰ زره او ۷۸۷ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه د حکومت د اقتصادي او پراختیایی پلانګذاریو د ښه تطبیق په موخه  سروې او ثبت کړي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د وردګ پوهنتون د کرنې پوهنځۍ د ترمیماتي پروژې له چارو نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۹/۲۷

میدان وردګ ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، د وردګ پوهنتون د کرنې پوهنځۍ د ودانۍ د ترمیماتي پروژې له روانو چارو تخنیکي څارنه وکړه.

دغه څارنه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

د کندهار ولایت دامان ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي د مسجدونو له ودانیزو چارو څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۹/۲۷

کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست د تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري، د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې د مهاجرینو په ښارګوټي کې د درېیو مساجدو له ودانیزو چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۱۸
Background image

په لغمان ولایت کې د نفت او ګازو مدیریت د اداري ودانۍ له پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۹/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي ټیم له لوري د لغمان ولایت په اداري کمپلکس کې د نفت او ګازو مدیریت لپاره د جوړېدونکې اداري ودانۍ له روانو ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت